همت الله امین زیآيا تر اوسه مو په اليس داستان (Alice's Adventures in Wonderland) کې د سپينې سويې په شان داسې احساس نه دى کړى چې د عجايبو په ځمکه کې ياستئ؟ ... تل په بيړه کې ياستئ خو هغه څه ته چې غواړئ يې نه رسېږئ. آيا تاسو هم اوږدې ګړۍ کار کوئ خو تل داسې احساس لرئ چې موخې مو د تېښتې په حال کې دي؟کله چې له کارکوونکو سره ملاتړ کمېږي
کاري فشار يرغل راوړي او کار کوونکي اړ کېږي سخت، اوږد او چټک کار وکړي. د وخت مديريت او ملګرو ته د دندو د يوې برخې د سپارلو کړنلاره نوره يوه سخته ستونزه نه ده. دا بنسټيزې وړتياوې خوندي او بشپړې شوې دي. د مالوماتو او تجربو ډېرېدل او د وخت مديريت له کړنلارې څخه استفاده د اغېزې د ډېرېدو او د کار په محل کې د چټک او تلپاتې پرمختګ سبب کېږي.٢- د موخو ټاکلمخکې له دې چې وغواړئ د وخت مديريت جزئيات ځانګړي کړئ، اړينه ده چې په يوه پراخه ليد سره وګورئ. د کار ستنه او بنسټ د موخو او لومړيتوبونو پېژندل دي. وروسته بيا د زړه تنګۍ او هغه مسير د پرېښودلو په ځاى چې سبب کېږي له اصلي موضوع څخه مو واړوي او په پايله کې نهيلي شئ کولى شئ د موخو د وړاندې وړلو او ترلاسه کولو لپاره ورځنۍ کړنې تنظيم کړئ. کله چې موخې ځانکړوئ لاندېنئ ځانګړتياوې په پام کې ونيسئ:موخې بايد ځانګړې، د اندازې وړ، د ترلاسه کولو وړ او د محالوېش وړ وي.داسې موخې په پام کې ونيسئ چې تاسو د انګېزې ورکونې په لوړه درجه کې راولي او ستاسو د وړتياوو د څرګندولو کېدن (امکان) چمتو کړي.اړينه ده چې فعاليت له پيل څخه برياليتوب ته د لاسرسۍ په انګېرنه پيل کړئ او دا چارې يواځې د موخو په ټاکلو سره د منابع، بودجې، زماني چوکاټ او سازماني محدوديتونو په چاپېر کې شونې دي. کله مو چې کاري موخې وټاکلې هغوى په لاندينيو کټګوريو کې تنظيم امین زی...
ادامه مطلبما را در سایت امین زی دنبال می کنید
برچسب : نویسنده : aminzay بازدید : 87 تاريخ : پنجشنبه 24 آذر 1401 ساعت: 21:22