خرید بک لینک

همت الله امین زی

معمولاً په کاري تړونونو يا د کار په پېژندنه کې هغه غوښتونکې موخې او پايلې چې مديران يې بايد په لټه کې 1 ذکر کېږي او په ډاډه توګه د دوى د کړنو په اړه د راتلونکو پرېکړو لپاره معيار ګرځي. پايلې هغه څه دي چې مديران يې په اړه حقوق تر لاسه کوي.
بريالي مديران او د کار څېښتن بايد پوه وي، چې د څه ډول پايلو په لټه کې دي. په واقعيت کې همدا پايلې دي چې د وګړو د پرېکړې په اړه پانګه بلل کېږي او د کار په وروستيو کې ماته يا برياليتوب ټاکي.
ډېرى د کار څښتن او مديران د خپلو غوښتنو اړوندو پايلو په اړه بې پروا کېږي او له اصلي تګلوري څخه وزي. زه په ښه ترتيب سره د مديرانو لپاره د د لومړيتوبونو د مديريت څرنګوالى په نامه کار ځايونه او کارلارې چمتو کوم. په دې کار ځايونو کې په پيل کې له دوى څخه غواړم چې د البومونو په لويو سينګاري کاغذونو کې خپله کاري طرحه وليکي. ډېرى د دوى د کاغذ ټول مخ د خپلو کارونو او دندو په څرنګوالي سره داسې ډکوي چې د کار په پاى کې يې خپله هم نه ورته پام کېږي چې څه پلان يې جوړ کړى. وروسته له دوى څخه غواړم چې خپل لومړيتوبونه او د دغو لومړيتوبونو بنسټيزې پايلې چې دوى يې په لټه کې دي، د چليپا يعنې د ضرب په علامې سره نښه کړي. دوى له ټولو يادو شوو کړنو او دندو څخه ۵ يا ۶ او يا له دې نه هم لږ رقمونه ټاکي. په دې ترتيب سره د کار په پايلو کې پوهېږي چې بنسټيزو موخو او لومړيتوبونو ته يې کافي وخت نه دى ورکړى او هڅه کوي خپل لوى مديران چې دوى يې په ډېرو دندو او کارونو سره له خپلو بنسټيزو موخو څخه لرې ساتلي دي، ورټي چې البته حق لري. خو مديران ډېرې دندې په لاندې دلايلو سره مني:
۱- نه غواړي «نه« ووايي.
۲- نورو ته د کار سپارلو په اړه ډاډ نه لري.
۳- مينه لري چې کار خپله ترسره کړي.
زه په دې کار ځايونو کې هڅه کوم مديرانو ته ښوونه وکړم چې څنګه کولاى شي د لويو مديرانو په مرسته خپل ځان او نور ملګري له غير اړينو دندو او کارونو څخه چې له بنسټيزو موخو او غوښتل شوو پايلو سره هېڅ اړيکه نه لري، وساتي.
ډېرى مديران فکر کوي چې لوى مديران يې د نه برياليتوب ټکي پېژني او په دې دليل سره چې خپله يې بې شمېره وړې دندې دوى ته سپارلې دي او د دوى د نه برياليتوب لامل شوې دي، له غوښتنې سره سمو پايلو ته د نه رسېدلو بښنه يې مني. خو اجازه راکړئ په صادقانه توګه تاسو ته ووايم چې دوى هېڅکله دا کار نه کوي! ځينې مديران هم فکر کوي چې پانګه وال او د مالي چارو مديران د دوى د کار نه برياليتوب مني. خو بايد ووايو چې پانګه وال يوازې غواړي چې واوري تاسو چې د کوم څيز ژمنه کړې ده، هغه ته رسېدلي ياستى. بريالي مديران او د کار څښتن هغه کسان دي چې خپل ټول غم او فکر په غوښتونکو پايلو باندې اچوي او په دې لاره کې هېچا او هېڅ څيز ته اجازه نه ورکوي چې دې پايلو ته د رسېدو په اړه د دوى مخنيوى وکړي. البته بايد له ياده ونه باسو چې ټاکل شوو پايلو ته پاملرنه دومره وي چې کاري ډله مو يې اړين ګڼي. ځينې وخت خپل ملګري هغوى ته د يوازې کوچنيو او وړو کارونو په سپارلو سره خوښ وي.
ډېرى وختونه هغه پاڼې چې زموږ په شاه او خوا کې دي په لومړيتوبونو باندې د تمرکز خنډ ګرځي. هېڅ ټوليزه قاعده د دې لپاره چې څنګه خپلې پاڼې مديريت کړو شتون نه لري. دا موضوع خپله د وګړي په کړنلاره پورې تړلې ده. ځينې وګړي که د ډېرو لوستو موادو په واسطه محاصره شي د هوساينې احساس کوي په داسې حال کې چې داسې وګړي هم شته چې يواځې د خلوت مېز (Privacy Table) د هغوى د افکارو د روښانتيا غولى جوړوونکى دى، مهمه ده چې د خپل تمايل او خوښۍ له سطحې څخه با خبره وئ او د پاڼو د تنظيم لپاره يوه سسټم ته پراختيا ورکړئ.
کېدى شي ستاسو انرژي، ځواک او حواس په غير اړينو غونډو او له پاى پرته په اداري کارونو لګېږي، هغه غونډې چې بايد ګډون پکې وکړئ، وڅېړئ، له دې خپل کاري فرض پرته چې ستاسو شتون په غوڼده کې اړين دى، له مسئولانو څخه په غونډه کې ستاسو د رول په اړه وپوښتئ، وبه وينئ چې ډېرى وختونه ستاسو شتون اړين نه دى. همدارنګه هغوى وپوښتئ چې امکان يې شته غونډې له غرمې وروسته جوړې کړي تر څو سهارونه هغو کارونو ته چې پنځوونکى فکر غواړي ځانګړى کړو، په غونډو کې د يوه فعال ګډون کوونکي په سرليک د غونډو د څرنګوالي او موخو غوښتونکي شئ.
البته که د اسنادو د لټولو لپاره ارزښمتن وخت له لاسه ورکوئ او مجبور ياستئ څو څو ځله پاڼې وسپړئ، د يوې نوې کړنلارې خپلول اړين دي، دا کړنلاره وآزمېيئ: که د سند د ځاى ټاکل له ٣٠ ثانيو څخه ډېر وخت ونيو، بايد سسټم ته بدلون ورکړئ. د دې پر ځاى چې پرېږدئ شا ته پاتې اداري کارونه ستاسو په مېز د بوختيا سبب شي د کاغد هره پاڼه وڅېړئ او ځانګړې کړئ چې آيا بايد هغه لرې کړئ، له هغې څخه استفاده کوئ او يا سملاسي هغه زېرمتون ته واچوئ.
د مدارکو زېرمتون ته کمه پاملرنه کولى شي تاسو بوخت وساتي، که څه هم شونې ده تاسو د مدارکو زېرمه کولو او لاسرسۍ لپاره په اجرايي کارکوونکو تکيه وکړئ، خو غوره ده چې ځان ته يو ځانګړى سسټم ولرئ. په دې صورت کې که کوم ملګرى په لاسرس کې نه وي، ځان د هغه سند د موندلو لپاره چې ډېره اړينه او سملاسي اړيتا ورته لرئ، ناکام نه وينئ. او همدارنګه ملګري مو وهڅوئ چې مدارکو ته د اسانه لاسرسئ او د وخت د نه لوټ کېدو په موخه له يوې سسټماټيکې کړنلارې څخه استفاده وکړي.
د مدارکو د زېرمه کولو لپاره څو ټکي
پاڼو ته له زېرمه کولو مخکې نېټه ورکړئ، کوټه شوې پاڼې وڅېړئ، هغه پاڼې چې اړتيا نه ورته لرئ لرې کړئ او پر ځاى يې نور بنسټيز مدارک ځاى پر ځاى کړئ.
د نه خلاص شوو ليکونو پاکټونه چې ستاسو د کار په اړه نه دي لرې واچوئ مګر دا چې پوستي نښه يې ځانګړې وي.
د جاري چارو مدارک د فايلونو د چنۍ (د المارۍ رپک) په مخکينۍ برخه کې کېږدئ
د هرې کټګورۍ اړوند فايلونه په خپل ځاى د الف با په تورو سره سم کېږدئ
د هرې چنۍ ١٠ سانتي متره فضا تشه پرېږدئ. دومره چې وکولى شئ اسنادو ته په اسانه توګه لاسرسي ولرئ.
د چنيو په مخ لېبل (پېژندپاڼه) ووهئ.
د هغو کارونو فايلونه چې په لاس کې مو دي او کار پرې کوئ خپل مېز ته نږدې کېږدئ.
کله چې له کوم فايل څخه يوه پاڼه اخلئ يوه نښه پرې ولګوئ تر څو پوه شئ چې پاڼه وروسته بايد زېرمه شي او يا له منځه يوړل شي.
د فايلونو يو نوملړ جوړ کړئ.
زه له داسې پلورونکو سره مخامخ شوم چې وايي: «دا د پېرودونکي په غاړه ور اچوم» يا خدمت رسوونکي عوامل پېرودونکي ته وايي: «د وېش يا مالي چارو له مسؤول سره په دې اړه خبرې کوم». له ځانه وپوښتى چې د دې وګړو چلند له تاسو سره موخو ته د رسېدو په اړه مرسته کوي که نه؟ که ځواب منفي دي، مه پرېږدئ په دې ډول کار وکړي. خپلې موخې خپلې کاري ډلې ته روښانه کړئ خو موخو ته د رسېدو په اړه پرېږدئ چې دوى په آزاده توګه لارې وټاکي. البته منظور مې دا نه دى چې د خپلې پلورنې عوامل تشويق کړئ، توکي په هره بيه چې زړه يې غواړي وپلورئ يا پرېږدئ چې مشر پخوونکى آشپز له ناغوښتو لومړنيو توكو څخه استفاده وکړي يا همدارنګه څرګنده ده چې اجازه نه ورکوئ چې انجينر ځينو ظوابطو ته په نه پاملرنې سره د وسايلو ساتنه وکړي چې نورو ته وېره رامنځ ته کړي. ويل شوى مطلب يوازې په دې مانا دى چې بايد له خپل هوښيار ځواک څخه استفاده وکړئ او په نابرياليو پلانونو عمل ونکړئ. کېداى شي ستاسو کاري عامل يا مسؤول ټاکل شوو موخو ته د رسېدو په اړه بېله لار ولري خو دا د هغوى د کاري لارې د ناسمۍ په مانا نه ده. زه خپله په کرته کرته د داسې راکړې ورکړې شاهد وم چې د پلورونکي لارې زما د پېرودنې له لارې سره توپيره درلود. په دې سره راکړه ورکړه په ښه توګه ترسره ده او پلورونکي له خپلې پېرودنې څخه خوښ دي. په دې موکو کې معمولاً له راکړې ورکړې نه وروسته له پلورونکي سره د هغه د کاري تګلوري په اړه خبرې کوم. بله بېلګه دا چې څه موده مخکې د کوټې د نيولو په اړه يوه هوټل ته تللى وم، چې د مالوماتي خونې مسؤول زما د اډکلن یو ډول عطر بوى خوښ شو او د هغه د نامه په اړه يې له ما څخه پوښتنه وکړه ترڅو خپل يوه ملګري ته د هغه په څېر يو وپېري. په واقعيت کې دا کار مراجعينو ته د ښه راغلاست په اړه د هغوى د کار يوه برخه نه وه. حتى ځينې مديران د کار کوونکو او پېرودونکو تر منځ دا ډول صميمانه اړيکې نه خوښوي. خو اجازه راکړئ تاسو ته يو څه ووايم. د پېرودونکي په سرليک له دې چلند څخه خوښ شوم او همدا لامل شوه چې ورځ په خوښۍ سره پيل کړم. زما په اند دا ډول چلند د ځينو مالوماتي مسؤولينو له وچ او رسمي چلند څخه غوره دى، چې په لويو هوټلونو کې ليدل کېږي. ما د دوى له هوټل څخه د خوښۍ انګېرنه تر لاسه کړه او که زه د هغه هوټل مدير واي په رښتينې ډول دا به همغه پايله وه چې غوښتله مې. بريالي مديران خپلې غوښتونکې پايلې او موخې خپلې کاري ډلې ته څرګندوي او اجازه ورکوي چې هر څوک له خپلې لارې هغو پايلو ته لاسرسى پيدا کړي. البته دا په دې مانا نه ده چې هېڅ څارنه او کنټرول يې بايد ونکړي او له ټولو مسايلو څخه ناخبره وي. بلکې بايد د خپلې کاري ډلې کړنې له نږدې څخه وګورئ او ملاتړ يې وکړئ. زما په اند د برياليو مديرانو او د کار د څښتنو دوې مهمې ځانګړتياوې عبارت دي له:
۱- سپارل شوي کارونه او دندې ترسره کوي.
۲- دندې او کارونه له تر ټولو آسانه او کم فشاره لارې په استفادې سره ترسره کوي. دې مسلې ته ارزښت له هغې خوا دى چې که وغواړي کارکوونکي کنټرول کړي او ټول اړ باسي چې کارونه ستاسو له تګلارې سره سم ترسره کړي، کولاى شي ډېر فشاري واقع شي. له بلې خوا په دې کار سره د هغوى انګېزه کم رنګه کوئ او موخو ته لاسرسى ستونزمن کوئ.
لاندينيو ټکو ته په دې ترتيب سره امتياز ورکړئ:
هېڅکله ١ امتياز
ځينې وختونه ٢ امتيازه
ډېرى وختونه ٣ امتيازه
تل ٤ امتيازه

تل په وخت او چمتو غوڼدو ته ځم

د غونډې په خونه کې دېوالي ګړۍ په داسې ځاى کې ځوړندوم چې ټولو ته د ليدو وړ وي

له هغو غونډو څخه چې ترتيبوم يې د نظر وړ پايله ترلاسه کېږي

کومې کتنې چې ترتيبوم ډېرى يې ترسره کېږي

ترلاسه شوي ليکونه دفتر ته له رسېدو سره سم خلاصوم

د خپل کار اړوند خپرونې په ورځپاڼو او مجلو کې مطالعه کوم

د کار په محل کې هغو خپرونو ته چې نه يې مطالعه کوم نومليکنه نه کوم

له فکس څخه ترلاسه شوي ليکونه په هماغه ورځ لولم

کله چې ملګري کار ترسره کوي مزاحمت يې نه کوم

هغو ملګرو ته چې غواړي له ما سره وګوري له مخکې وخت ټاکم

د ورځې يوه ګړۍ له ملګرو سره د کتنې لپاره ځانګړوم

کله چې په فکر کې ډوب يم د خونې ور بندوم

د متقابلو ټلفوني اړيکو په اړه په خپله ژمنه عمل کوم

زما ټلفوني خبرې لنډې دي

د ملګرو يا خپل مرستيال په مرسته سره ټولو ټلفوني اړيکو ته له ځواب ورکولو څخه ځان ساتم

له مخکې ټاکم چې څو ټلفوني اړيکو ته کولى شم ځواب ووايم

د کورنيو يادداښتونو له ترسره کولو سره سم هغه سملاسي او په نظري ډول ګورم

کورني يادداښتونه وروسته په بشپړ ډول لولم.

تل مې پام دى چې مېز مې بوخت او ګډوډ نشي.

د کار ميز مې تل مرتب او پاک دى.

هغه کارونه چې خپله کولى شم ترسره يې کړم خپلو ملګرو ته سپارم.

د هغو کارونو په اړه چې نورو ته يې سپارم لازمې څارنې ترسره کوم.

له ملګورو څخه غواړم چې کاري پلان يې له يوه مخ څخه ډېر نه وي.

د سازمان د مالوماتو تر لاسه کولو په سسټم کې د مالوماتو ترلاسه کوونکى ځانګړوم.

د تفکر اوعمل هرې کړنې ته متناسب وخت ځانګړى کوم.

د خپل ورځني کار يو لړ چمتو کوم.

زه په ځانګړوګړيو کې کارکوم نه له هغې نه ډېر.

هڅه کوم له کارکوونکوسره نېغه اړيکه ولرم.

د خپلو ملګرودهريوه مثبتو ځانګړتياوو ته سخته پاملرنه کوم.

د ټکنالوجۍ له وروستيومالوماتو څخه پوهاوى لرم.

ترلاسه شوي برېښليکونه زېرمه او وروسته يې مطالعه کوم.

په کمپيوټر کې د شته فايلونو بيا کتنه کوم.

که وينئ ستاسو د وخت ډېره برخه په داسې کارونو ترېږي چې لومړيتوبونو ته د رسېدو لپاره مرسته نه کوي يوې نوې او جدي څېړنې او شننې ته اړتيا ده. شاه ته وګرځئ او هغه فکټورونه چې د وخت د بې ځايه تېرېدو سبب کېږي وپېژنئ. د داسې لارو په لټه کې شئ چې کولى شي دا خنډونه له منځه يوسي او هاند وکړئ چې کارونه په وړ توګه د کاري ځواکونو تر منځ ووېشئ.
کېدى شي ستاسو ډېرى وخت د ليکونو په لوستلو او هغوى ته په ځواب ويلو په ځانګړې توګه برېښليکونو ته په ځواب ويلو تېرېږي. له خپلو ملګرو څخه وغواړئ چې د ټولو ليکونو مخليک تاسو ته وانستوي، مګر هغه ليکونه چې په نېغه توګه ستاسو اړوند دي.
همدارنګه هغوى ته ووايئ چې ليک ته ځواب نه وايئ مګر داچې په رښتينې توګه ځواب ته اړتيا ولري. وړانديز وکړئ چې د ليک استوونکي له جزئياتو څخه ډېر ترلاسه شوي ليک ته په زماني چوکاټ کې په سم ځواب ورکولو باندې تمرکز وکړي او تر ټولو مهمه دا چې د ليکونو د څېړلو لپاره يوه قاعده جوړه کړئ. د بېلګې په ډول په ورځ کې له يو ځل ډېر د ليکونو په لور مه ځئ. البته په ځينو حالاتو کې دا چارې ناشونې دي. خو دا اصل وټاکئ تر څو ډاډ پيدا کړئ ستاسو د آندونو لړۍ تل له خنډونو سره نه مخ کېږي. ځينې وخت تر ټولو ساده بدلونونه يوه ژوره اغېزه لري.

+   
&nbsp لیکونکی: همت الله امين زی  | 

برچسب: نویسنده: کاوه میرزاده تاريخ: پنجشنبه 24 آذر 1401 ساعت: 21:22

صفحه بندی